IQNA

د امام حسین علیه السلام په حرم کې د قرآن  د اوچتولو دستورې ترسره شوې

15:38 - July 19, 2023
د خبر لمبر: 3487652
ایکنا-(تهران)د حسینی مقدس آستان منجوَر،په لویدیځ کې د قرآن د سپکاویو په غبرګون کې دمحرم د میاشتې په لومړۍ شپه د قرآن د اوچتولو د دستورو خبر ورکړ.

ایکنا د حسینی آستان د اطلاع رسونې له قوله راپور راکړ،دغه آستان د قرآن کریم د نسخې د سوځولو جنایت ته  چې په همداوروستیو کې پيښ شوی ، ځانګړی پام کوي او دمحرم په لومړۍ شپه به د  خدای  د آسماني کتاب  په ملاتړ  کې د قرآن په اوچتولو سره پراخ فعالیتونه ترسره کړي.

العبایجی په دغو دستورو کې د پراخ شتون او ورته دخبری پوښښ غوښته وکړه او وې و ئيل، په دې لړ کې به لاریونونه هم ترسره شي او  په حسنی مقدس حرم کې به د محرم په لومړۍ شپه په سویډ کې د مقدساتو په ضد د بوږنونکي جنایت باندې په اعتراض کې  د قرآن  د اوچتولو ولولناکې دستورې ترسره شي.

هغه همداراز  دعراق  په داخل او بهر کې له درستو کلتوري مرکزونو او مسلمانانو ، ټولنیزو چینلونو  او رسندویوڅخه د مسلمانانو او اسلام د سپکاوي کونکو باندې په اعتراض کې  ددغې پيښې د خبری پوښښ او غوښته  وکړه. هغه ټينګار وکړ، مونږ په حسیني مقدس آستان کې  دعراق ددیني مرجع آیت الله سیستاني ددفتر داعلامیې  او د الهي مقدساتو او قرآن د سپکاوي په باب دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته  د هغه د لیک د لیږلو په لړ کې  ګام پورته کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4155720

captcha